سي ای اې: خوشې شوې کاناډايي کورنۍ پاکستان کې ۵ کاله ساتل شوې وه

د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې مشر مایک پامپیو وايي، هغه کاناډايي -امریکايي کورنۍ چې تېره اوونۍ په قبایلي سیمه کې د طالبانو له یرغمل خوشې شوه پنځه کاله په پاکستان کې ساتل شوې وه.

د سي ای اې د مشر دا خبر د پېښې په اړه د پاکستان د پوځ د چارواکو له هغو څرګندونو سره په مخالفت کې ده چې ویلي یې و، دا کورنۍ یې هغه مهال د وسله‎والو له منګولو خوشې کړه کله چې وسله‎والو تازه د افغانستانه د پاکستان قبایلي سیمو ته اړولې وه.

مایک پامپیو چې په واشنګټن کې د ډیموکراسیو څخه د دفاع په یو بحث کې یې خبرې کولې وویل:

"تېره اوونۍ چې کله موږ وتوانېدو څلور امریکايي اتباع چې پنځه کاله په پاکستان کې یرغمل و، راخوشې کړو دا یوه لویه بریا وه. "

امریکايي کاتلین کولمن او خاوند یې جوشوا بویل پنځه کاله مخکې په افغانستان کې یرغمل شوي وو، خو تېره اوونۍ د دوی له بچیانو سره یوځای په پاکستان کې د حقاني شبکې له یرغمله خوشې شول.

واشنګټن شک لري چې پاکستان د حقاني شبکې سره چې په افغانستان کې پر حکومتي او بهرنیو اهدافو د خونړیو بریدونو مسؤله ګڼل کېږي نېژدې اړیکې لري.

د CIA مشر مایک پامپیو Mike Pompeo پرون په واشنګټن کې د ډیموکراسۍ د دفاع په نوم تحقیقاتي مرکز کې د وینا پر مهال وویل، د سولې خبرې به تر هغه وخته نتیجه ورنه‎کړي چې طالبان د جګړې په ډګر کې د بریا په تمه وي او د قبایلي سیمو له لارې پاکستان ته تګ راتګ کوي او هلته پټن‎ځایونه ولري.