CIA: امریکا به له امکاناتو کار واخلي څو طالبان سولې ته کینوي

د CIAمشر مایک پامپیو Mike Pompeo

د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې CIA مشر وايي، متحد ایالات به له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي چې وسله‎وال طالبان د سولې خبرو ته کینوي، خو له هغه مخکې پاکستان باید د دې ډلې وسله‎والو ته په خپل قلمرو کې ځای ورنه‎کړي.

د CIAمشر مایک پامپیو Mike Pompeo پرون په واشنګټن کې د ډیموکراسۍ د دفاع په نوم تحقیقاتي مرکز کې د وینا پر مهال وویل، د سولې خبرې به تر هغه وخته نتیجه ورنه‎کړي چې طالبان د جګړې په ډګر کې د بریا په تمه وي او د قبایلي سیمو له لارې پاکستان ته تګ-راتګ کوي او هلته پټن‎ځایونه ولري.

د CIAمشر زیاته کړه، که تاریخ زموږ لارښود وي، نو له پاکستانه ډېره لږه تمه کیدای شي چې د تروریستانو پر ضد په مبارزه کې به له امریکا سره همکارۍ ته لېوالتیا ولري.

پامپیو زیاته کړه چې متحدایالات باید د پاکستان د اوسني چال چلند او په دې اړه چې باید څه ډول سلوک غوره کړي، د امریکا د تمې په اړه له اسلام اباد سره جدي خبرې وکړي.

د CIAمشر زیاته کړه چې د دې کار لپاره په پاکستان کې د افراطي ډلو پټن‎ځایونه باید نه‎وي.

امریکايي چارواکي له ډېرې مودې راهیسې پر پاکستان انتقادونه کوي چې افغان طالبانو، په تېره حقاني شبکې ته یې ځای ورکړی خو پاکستان په پرله‎پسې ډول دا تورونه رد کړي دي.