افغان حکومت: طالبانو د جبهه‎يي جګړو پرځای انتحاري حملو ته مخه کړې

افغان حکومت وايي چې وسله‎والو طالبانو په هوايي حملو کې د درنو تلفاتو له لیدو وروسته د جبهه‎يي جګړو پرځای د ځانمرګو حملو تکتیک غوره کړی.

په روانه اوونۍ کې په پکتیا، کندهار او غزني کې د طالبانو په حملو کې لسګونه افغان سرتیري مړه او ټپیان شول.

د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاویدفیصل ازادي راډیو ته وویل چې د افغان پوځ په هوايي حملو کې د ګڼ شمېر وسله‎والو له وژلو وروسته طالبانو خپل تکتیک بدل کړی او د جبهه‎یي جنګ پرځای یې انتحاري حملو ته مخه کړې.

ښاغلي فیصل همدا راز وویل چې حکومت به د سولې لپاره هڅو ته د پخوا په شان دوام ورکړي.