یوه اوونۍ کې په افغانستان کې د وسله‌والو حمله کې، ۱۳۴ تنه وژل شوي او ۲۵۹ ټپيان دي

د پکتیا په ګردېز کې د خونړۍ حملې انځورونه

افغانستان یو ځل بیا خونړۍ اوونۍ تجربه کړه او د هغو لسګونه سرتېرو وینې په ویالو کې تویې شوې چې خپلې رخصتۍ او د کورنیو لیدو ته په تمه وو.

هغه ځانمرګي، درنې وسله‌والې حملې او چاودنې وشوې چې ځیني یې د افغانستان د ملي وحدت حکومت د سولې غږ ته د وسله‌والو طالبانو رد ځواب او ځیني یې هم د پاکستان تازه چال بولي.

په دغو پېښو کې ۱۳۴ تنه ملکي او پوځي وګړي وژل شوي او ۲۵۹ تنه نور ملکي او پوځي کسان ټپیان شوي دي.

دغه خونړۍ پېښې په څو وروستیو ورځو کې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې وشوې چې په پایله کې یې ۱۳۴ تنه ملکي او پوځي وګړي وژل شوي او ۲۵۹ تنه نور ملکي او پوځي کسان ټپیان شوي دي.

د پکتیا پر امنیه قوماندانۍ د سې شنبې د ورځې د حملې انځور

  • د غزني ولایت د اندړ ولسوالۍ پر مرکز حمله

د روانې اوونۍ د دوشنبې ورځې ناوخته «د ۱۳۹۶ کال د تلې ۲۴» وسله‌والو طالبانو د غزني ولایت د اندړ ولسوالۍ پر مرکز حمله وکړه او په دغې پېښه کې لسګونه تنه ووژل شول.

د دغه ولایت چارواکي وايي چې وسله‌والو طالبانو د شپې شااوخوا یوه بجه له چاودېدونکو توکو یو ډک هاموې ټانک ته د دغې ولسوالۍ مرکز ته نږدې چاودنه ورکړه.

د پکتیا په پېښه کې د ټپي شویو افسرانو انځور

د دغه ولایت د ولایتي شورا غړي امان‎الله کامراني ازادي راډیو ته ویلي چې له دغې چاودنې وروسته وسله‎والو طالبانو په ډله‎ییزه توګه زوروره حمله وکړه چې په پایله کې یې ۳۱ تنه افغان سرتېري وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

دغې پېښه کې ۳۱ تنه افغان سرتېري وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت د امنیتي چارواکو په وینا په دغې حمله کې د ښځو او ماشومانو په شمول ۵ تنه ملکي کسان ټپيان شوي دي.

په غزني کې ځانمرګې حمله/ ارشیف

  • د پکتیا پر امنیه قوماندانۍ حمله

د غزني د پېښې په سبا، وسله‎والو طالبانو په ګردېز ښار کې د پکتیا پر امنیه قوماندانۍ حمله وکړه.

دغه پېښه د سې شنبې په سهار شااوخوا ۰۹:۴۰ هغه مهال د پکتیا د امنیه قوماندانۍ مخ ته وشوه چې یوه ځانمرګي له چاودېدونکو موادو ډک یو هاموې ټانک ته چاودنه ورکړه او نورو حمله کوونکو ته‎یې د ننوتو لاره خلاصه کړه.

د امنیه قوماندان توریالي عبدیاني د جنازې مراسم

د پکتیا د روغتیا ریاست مرستیال هدایت‌الله حمیدي فرانس پرس اژانس ته ویلي چې د ګردېز پر امنیه قوماندانۍ د طالبانو په برید کې د امنیه قوماندان توریالي عبدیاني په شمول لږ تر لږه ۶۰ کسان وژل شوي او شااوخوا ۲۳۶ کسان ټپیان شوي دي.

د امنیه قوماندان توریالي عبدیاني په شمول لږ تر لږه ۶۰ کسان وژل شوي او شااوخوا ۲۳۶ کسان ټپیان شوي دي.

ډېری هغه کسان چې ټپيان شوي دي، ملکي کسان دي چې د پکتیا امنیه قوماندانۍ ته د پاسپورټ د اخیستو لپاره ورغلي وو.

د پکتیا په پېښه کې ټپيان شوي ملکي کسان

چارواکي وايي، غزني کې ۱۳ تنو او د پکتیا ولایت پر امنیه قوماندانۍ ۱۱ تنو وسله‎والو حمله کوونکو حملې کړې وې چې ټول وژل شوي دي.

د پکتیا پر امنیه قوماندانۍ د حملې انځور

  • په کندهار کې د ملي اردو پر یوه مرکز حمله

په ورته وخت کې د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ هم تېره شپه ناوخته «د ۱۳۹۶ کال د تلې ۲۷» د یوې خونړۍ موټربمب حملې شاهده وه.

پر یوې قرارګاه د برید په نتیجه کې د ملي اردو ۴۳ سرتېري وژل شوي او ۹ تنه ټپیان دي.

​د افغانستان دفاع وزارت وايي، د کندهار د میوند ولسوالۍ په چشمو سیمه کې د ملي اردو پر یوې قرارګاه د برید په نتیجه کې د ملي اردو ۴۳ سرتېري وژل شوي او ۹ تنه ټپیان دي.

کندهار کې د ملي اردو یو مرکز/ ارشیف

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل چې ۶ تنه نور سرتېري تري تم دي.

د کندهار په میوند ولسوالۍ کې یوې امنیتي سرچینې چې نه‎یې غوښتل نوم‎یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې دغه حمله له چاودېدونکو موادو ډک د یوه ټانک په وسیله شوې ده.

وسله‎والو طالبانو د دغو حملو مسؤلیت منلی.

وسله‎والو طالبانو د دغو ټولو حملو مسؤلیت منلی دی.

راپور: حسیب‌الله تلاش