د افغانستان د عالمانو شورا د طالبانو وروستۍحملې وغندلې

د افغانستان د عالمانو سرتاسري شورا د وسله والو طالبانو وروستۍحملې وغندلې.

د شورا په بیان کې چې نن خپور شوی، د وسله والو طالبانو د حملو وروستۍ لړۍ چې لس ګونه ملکي وګړي په کې ووژل شول، غیر انساني او د اسلام ضد بلل شوې ده.

د عالمانو د سرتاسري شورا په بیان کې، په ګردېز کې وروستۍ حملې ته اشاره شوې ده.

وسله والو طالبانو روانه اوونۍ د پکتیا په مرکز ګردېز کې پرامنیه قوماندانۍ خونړۍ حمله وکړه چې د امنیه قوماندان، توریالي عبدیاني په ګډون زیات شمېر خلک په کې ووژل او زخمیان شول.

او همدارنګه د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوې قرارګاه د طالبانو په حمله کې ۴۳ د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.