د هلمند اوسېدونکو د مرستیال والي او استېناف څارنوال پر ضد لاریون وکړ

د هلمند سلګونو اوسېدونکو د مرستیال والي او استېناف څارنوال پر ضد لاریون وکړ.

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې په سلګونو ځوانانو او قومي مشرانو پر یادو دوو مسئولینو دسپین ږیرو او علماو د سپکاوي تور پوري کړ.

لاریون کوونکو د ولایت د مقام مخته خېمه ووهله او د یادو دوو چارواکو د لېري کېدو غوښتنه يې وکړه.

په دې اړه د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي راپور واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د محمدالیاس داعي راپور