ولسوال: طالبانو د غزني اندړو ولسوالي بیا محاصره کړې ده

د غزني ولایت د اندړو ولسوال وايي وسله والو طالبانو پر دغه ولسوالۍ سخته جګړه پيل کړې چې اوس هم دوام لري.

محمد قاسم دیسیوال نن پنجشنبه ازادي راډيو ته وویل چې ولسوالي د طالبانو تر محاصرې لاندې ده او که لوړپوړي چارواکي دغه ولسوالۍ ته توجه ونه کړي د طالبانو لاسته به ولوېږي.

په ورته وخت کې د غزني ولایتي شورا هم وايي چې وسله والو طالبانو د اندړو ولسوالي محاصره کړې ده.

د غزني د ولایتي شورا یوه غړي امان الله کامراني نن پنجشنبه ازادي راډيو ته وویل چې په دغه بربدونو کې تر دامهاله ۲ افغان سرتېري وژل شوي او یو هم ټپي دی.

نوموړی وايي چې د ولسوالۍ ۱۰۰مترۍ ته وسله وال طالبان ورنېږدي شوي او اوس هم سخته جګړه روان ده، د ده په خبره که چېري اضافي سرتېري ونه رسېږي یاده ولسوالي به د وسله والو طالبانو لاسته ولوېږي.

په ورته خت کې د دغه ولایت مسؤلین هم پر یادې ولسوالۍ جګړه تائید وي، خو وايي چې ولسوالي نه ده محاصره شوې.

د والي ویاند محمد عارف نوري وايي، یادې ولسوالۍ ته تازه دمه سرتېري ورغلي او وسله وال طالبان يې پر شا کړي دي.

د یادې ونې وړ ده چې درې شپې مخکې په دغه ولسوالۍ کې په انتحاري حمله کې ۲۰ پولیس ووژل شوی او یو شمېر نور ټپیان شول.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.