پیتسبرګ تریبیون: طالبان پر حساسو ځایونو بریدونه کولای شي

  • مېل

د بریتانیا مېل ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په وروستیو پېښو کې او په هغو کې د اوښتو مرګ ژوبلو په اړه تبصره کړې ده.

د دې ورځپاڼې پر اساس د افغانستان په پکتیا او غزني کې د سې شنبې د ورځې د وژل شویو شمېر ۸۰ او د ټپیانو ۳۰۰ ته رسېدلی دی.

د سې شنبې د ورځې حملې په وروستیو ۵ میاشتو کې د افغانستان تر ټولو خونړۍ حملې وې.

تر ټولو زیاتې وینې د پکتیا د امنیه قوماندانۍ په حمله کې تویې شوې.

په دې برید کې لږ تر لږه ۶۰ تنه ووژل شول.

په وژل شویو کې د پکتیا امنیه قوماندان هم شامل دی.

د غزني په حمله کې ۱۵ پولیس او ۵ ملکیان ووژل شول او ۴۶ نور ژوبل شول.

د غزني په حمله کې ۱۵ پولیس او ۵ ملکیان ووژل شول او ۴۶ نور ژوبل شول.

مېل ورځپاڼې د پکتیا د پولیسو د ویاند سردار ولي تبسم په قول لیکلي چې د دې برید په تړاو دوه تنه نیول شوي او داسې ښکاري چې له حمله کوونکو سره له داخله مرسته شوې ده.

له پکتیا سل کېلو متره لیرې د غزني په حمله کې ۱۵ پولیس او ۵ ملکیان ووژل شول او ۴۶ نور ژوبل شول.

  • پیتسبرګ تریبیون

د امریکا د پنسلوانیا ایالت پیتسبرګ تریبیون ورځپاڼې هم د دغو حملو په اړه لیکنه خپره کړې.

په دې لیکنه کې ویل شوي چې د پکتیا او غزني د سې شنبې د ورځې حملو وښودله چې طالبان پر حساسو ځایونو بریدونه کولای شي.

طالبان پر حساسو ځایونو بریدونه کولای شي.

دې حملو همداراز د افغانستان له حکومت سره د سولې د خبرو په اړه د طالبانو په لېوالتیا کې شکونه وپارول.

د ورځپاڼې له لیکنې سره سم، دا بریدونه په داسې وخت کې وشول چې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازي د عمان په مرکز مسقط کې راټول شوي وو چې له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیلولو پر لارو خبرې وکړي.

  • فارن پالېسي

فارن پالېسي خپرونې په وروستۍ ګڼه کې د نجونو د ښوونې او روزنې په اړه لیکنه خپره کړې ده.

دا نشریه وايي چې په نړۍ کې نږدې ۱۳۰ میلیونه نجونې ښوونځیو ته له تګه بې‌برخې دي.

دې خپرونې لیکلي چې په نړۍ کې ۱۰ هېوادونه د نجونو د تعلیم لپاره تر ټولو بد دي چې ۹ یې په افریقا کې دي او لسم‌یې افغانستان دی.

د دې لیکنې یوه برخه د افغان نجونو د زده‎کړو په وړاندې خنډونو ته ځانګړې ده.

نشریه وړاندې وايي:

افغانستان هغه هېواد دی چې له ۲۰۰۱ کال څخه راوروسته د امریکا متحده ایالاتو په‎کې د پوهنې د وضعیت د ښه کېدو لپاره زیاتې پیسې لګولې دي، خو له دې سره سره افغانستان لا هم د نجونو د تعلیم لپاره د نړۍ څلورم ناوړه هېواد دی.

فارن پالېسي کاږي، له ۲۰۰۱ کال څخه وروسته ښوونځیو ته د نجونو بېرته تګ په دغه هېواد کې د امریکا یو مهم بری ګڼل کېده، خو د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د خاص سرمفتش یا سیګار پر اساس پنټاګون، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې له ۲۰۰۲ کال څخه را په دې‌خوا په افغانستان کې پر لومړنیو او متوسطه زده‎کړو تر ۷۵۰ میلیون ډالره زیاتې پیسې لګولې دي، خو فارن پالېسي وايي چې څرګنده نه‌ده چې دې پیسو کوم بدلون راوستی او که نه‎دی.

په دې لیکنه کې د منځني ختیخ د انسټټیوټ د افغانستان او پاکستان د پروګرام د مدیر ماروین وینباوم څرګندونو ته اشاره شوې چې وايي، په افغانستان کې د نجونو د زده‎کړو لپاره د شرایطو د خرابېدو لوی علت ناامني او جګړې دي.