ارګ: د پکتیا د برید څېړونکي پلاوي خپل راپور ولسمشر ته وړاندې کړ

د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې د اجرائیه رئیس په مشرۍ د پکتیا ولایت د وروستي ترورېستي برید څېړونکي پلاوي خپل راپور ولسمشر ته وړاندې کړ.

د جمهوري ریاست له‎خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر غني یو ځل بیا د پکتیا والي او د دغه ولایت ولسونو ته د ترورېستي برید له امله د تسلیت او غم‎شریکۍ ترڅنګ د ملي دفاع، کورنیو چارو، ښار جوړولو او مالیې وزارتونو او د سیمه‎ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د دغه ترورېستي برید له امله د زیانمنو شویو ودانیو د بیارغونې په برخه کې هر اړخیز بېړني اقدامات وکړي.

په خبرپاڼه کې په دې اړه چې د دغه برید د څرنګوالي په اړه د څېړونکي پلاوي موندنې څه وایي، څه نه‎دي ویل شوي.

خو د پکتیا چارواکو پرون ازادي راډیو ته وویل چې د امنیتي ځواکونو ۵ مشکوک غړي د دغه برید په تړاو نیول شوي دي.

په دغه برید کې چې مسؤلیت‌یې طالبانو په غاړه اخیستی، د راپورونو له مخې د وژل شویو کسانو شمېر ۶۰ تنو ته لوړ شوی دی او هم د ټپیانو شمېر یې ۲۳۶ ښودل شوی دی.