کابلوف: د روسیې او ناټو استازي به د افغانستان په اړه غونډه وکړي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وایي، د روسیې او ناټو استازي به د اکټوبر په ۲۶مه د بلجیم په مرکز بروکسل کې د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

جرمني اژانس د ضمیر کابلوف په وینا خبر ورکړ چې د راتلونکې پنجشنبې د ورځې په غونډه کې به روسیه د افغانستان د روان وضعیت په اړه خپل معلومات د ناټو له شورا سره شریک کړي.

ځینو امریکایي چارواکو د روان میلادي کال په پیل کې تور پورې کړی و چې مسکو طالبانو ته وسلې ورکړې دي، روسیې دا تورونه رد کړي دي.