د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو عملیات ادامه لري.
د نادعلي اوسېدونکي د ولسوالۍ د بازار، ښوونځي او کلینیک د پرانیستلو غوښتنه کوي.
دولتي چارواکي وايي، د سیمو تر تصفیې وروسته به د حکومتدارۍ چارې پیل کړي.
د ازادي راډیو خبریال د نادعلي مرکز ته تللی دی وايي، د ولسوالۍ بازار نړېدلی دی، پلچکونه رغول غواړي او د ولسوالۍ د ډېرو سیمو ویالې او نهرونه پاکولو ته اړتیا لري.
نور تفصیل د محمد الیاس داعي په دې راپور کې:
Your browser doesn’t support HTML5