د اټمي موافقې په اړه امریکا ته د ایران د مذهبي مشر خبرداری

د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي خبرداری ورکړی که چېرې امریکا د تهران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ له اټمي موافقې ووځي، تهران به دغه موافقه له‌منځه یوسي.

خامنه‌اي نن ویلي چې تهران به دغې موافقې ته تر هغو ژمن پاتې شي چې نور اړخونه‌یې درناوی کوي.

نوموړي دا خبره په تهران کې څو ورځې وروسته له هغه کړې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ اعلان کړی چې دغه تړون ته د ایران ژمنتیا نه‌شي تائیدولی او خبرداری یې ورکړی وو چې ښایي له دې تړون څخه د امریکا د وتلو پرېکړه وکړي.

ټرمپ تور لګوي چې تهران د بالسټیک توغندویو په ازمویلو سره د دې اټمي موافقې مواد تر پښو لاندې کړي دي.

اروپایي ټولنې بیا د ایران د اټمي تړون ملاتړ کړی دی.

خامنه‌اي د اروپايي ټولنې د ملاتړ هرکلی وکړ، خو وایي، دا ملاتړ یوازې کافي نه‌دی او باید اروپا د امریکا پر وړاندې د عملي اقداماتو تر شا ودرېږي.