د افغان ماشومانو د وضعیت په اړه د بشري حقونو د کمېسیون اندېښنې

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په افغانستان کې د ماشومانو بشري وضعیت او د وسله‌والو مخالفینو په لیکو کې د ماشومانو پر جذبولو اندېښنه ښیي.

دغه کمېسیون وایي، په افغانستان کې ماشومان د زده‌کړې پر ځای په درنو کارونو بوخت دي او د خپلو کورنیو لپاره ډوډۍ پیدا کوي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې سیما سمر له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې د وسله‌والو مخالفینو په لیکو کې د ماشومانو د جذبېدو یو دلیل بې‌وزلي ده.

مېرمن سمر زیاته کړه:

"په افغانستان کې د ماشومانو د بشري وضعیت څخه موږ په هېڅ ډول راضي نه‌یو، له بده مرغه ماشومان درنو کارونو ته اړ ایستل کېږي، د زده‌کړې او د خپل ماشومتوب حق‌یې محدودېږي."

مېرمن سمر وایي، د امنیت د نشتوالي له کبله هغوی نه‌دي توانېدلي چې په ولایتونو کې د ماشومانو وضعیت په مستند ډول وښیي، خو له دې سره سره د دې په خبره دغه کمېسیون په دې وروستیو کې یوه پلټنه کړې چې په هېواد کې د ماشومانو ناوړه وضعیت څرګندوي.