د پکتیا او غزني د ولایتونو د خونړیو حملو د وژل شویو شمېر ۸۰ تنو ته ورسېد

په پکتیا او غزني کې پر افغان امنیتي ځواکونو د تېرې ورځې د خونړیو بریدونو د قربانیانو شمېر ۸۰ ته لوړ شوی دی.

چارواکو ویلي چې په دواړو پیښو کې نېږدې درې سوه کسان ټپیان شوي دي.

د پکتیا د روغتیا ریاست مرستیال هدایت‌الله حمیدي فرانس پرس اژانس ته ویلي چې د ګردېز پر امنیه قوماندانۍ د طالبانو په برید کې لږ تر لږه ۶۰ کسان وژل شوي دي.

په وژل شویو کې د پکتیا امنیه قوماندان جنرال توریالی عبدیاني هم شامل و چې جنازه‌یې نن چهارشنبه په کابل کې د افغان ولسمشر او نورو لوړپوړو چارواکو په ګډون ترسره شوه.

د پکتیا د وژل شوي امنیه قوماندان توریالي عبدیاني جنازه.

مخکې امنیتي چارواکو د ګردېز د ډله‌ییزې حملې چې د برید کوونکو شمېر یې ۱۱ تنه ښودل شوی، د وژل شویو کسانو شمېر ۴۱ تنه یاد کړی و.

۲۱ تنه‌یې پولیس او شل‌یې ملکیان ښودل شوي و.

د پکتیا د روغتیا د ریاست د مرستیال په وینا په دغې حمله کې شااوخوا ۲۳۶ کسان ټپیان شوي دي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت ویلي چې برید کوونکو د پولیسو یونیفورم اغوستی و.

د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم فرانس پرس اژانس ته ویلي چې د دغې حملې په تړاو د امنیتي ځواکونو دوه غړي توقیف شوي چې ورسره دا احتمال زیاتوي چې ښایي له طالبانو سره د امنیتي ځواکونو له دننه همکاري شوي وي.

هغه همداراز ویلي چې طالبانو ښایي هغه هاموې او د پولیسو پیک اپ موټر چې په دې حمله کې ورڅخه کار اخیستی و، د پکتیا د جاني‌خېلو پر ولسوالۍ د شااوخوا دوه میاشتې مخکې برید په ترڅ کې نیولي و.

په پکتیا کې د تېرې ورځې پېښې انځور.

د پکتیا تر څنګ غزني هم تېره ورځ د خونړي برید شاهد و.

د دې ولایت پر اندړو ولسوالۍ د طالبانو په برید کې د وژل شویو کسانو شمېر چې مخکې ۲۵ ښودل شوی و، ۲۰ تنو ته راکم شوی دی.

د غزني د والي ویاند عارف نوري فرانس پرس اژانس ته ویلي چې په دغه برید کې د امنیتي ځواکونو ۱۵ غړي او پنځه ملکي وګړي وژل شوي او ۴۶ تنه نور ژوبل شوي دي.