د ولسي جرګې ځیني استازي: وروستي بریدونه د پاکستان کار دی

د ولسي جرګې یو شمېر استازي ادعا کوي چې د افغانستان په درېیو ولایتونو کې پروني بریدونه او چاودنې د پاکستان کار دی.

دغه استازي افغان امنیتي چارواکي او حکومت د دې ډول پېښو په مخنیوي کې په نه‌وړتیا تورنوي.

یو له دغو استازو اقبال صافی دی چې وایي:

"آی اس آی له هر تاکتیکه کار اخلي، له نویو تاکتیکونو لکه تېره ورځ چې مو ولیدل د افغانستان په درېیو ولایتونو کې، د یوه منظم پلان سره د افغانستان امنیت خرابوي. نور باید زموږ امنیتي ځواکونه له دې درس واخلي."

د افغانستان ولسي جرګه له نړیوالې ټولنې غواړي چې د پاکستان دا ډول کړنې له پامه ونه‌غورځوي.