جوزجان کې د مخالفینو ۱۴ کسیزه ډله د سولې له پروسې سره یوځای شوه

د جوزجان د امنیت ریاست وایي، د طالبانو او داعش وسله‎والو یوه ۱۴ کسیزه ډله نن په دغه ولایت کې د سولې له بهیر سره یوځای شوه.

د طالبانو قوماندان حاجي ابراهیم چې ویل کېږي د دغه ولایت په قوش‌تپه ولسوالۍ کې یې د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې د جګړې مشري کوله، په دغې ډله کې شامل دی.

د جوزجان والي لطف‌الله عزیزي نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغې ډلې ۱۰ تنه طالبان او څلور نور یې د داعش ډلې غړي وو چې نن د خپلو سپکو او درنو وسلو په تسلیمولو سره د سولې له بهیر سره یوځای شول.

په همدې حال کې د دې ۱۴ کسیزې ډلې مشر حاجي ابراهیم ویلي چې دوی دې نتیجې ته ورسېدل چې له افغان امنیتي ځواکونو سره جګړه د پردیو هېوادونو په ګټه او د هېواد د ورانۍ او بې‎ګناه خلکو د وژنې سبب کېږي.