راشد: په کابل کې د کرنیزو محصولاتو نندارتون پرانیستل شو

د کابل په بادام باغ سیمه کې د کرنیزو محصولاتو نوولسم نندارتون پرانیستل شو.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند لطف‌الله راشد نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دغه درې ورځني نندارتون کې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو کرنیز محصولات او د ښځو لاسي صنایع په څه باندې ۲۴۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه:

" له ۴۰ څخه زیاتې غرفې د ښځو لاسي صنایعو ته او هغو کرنيزو محصولاتو ته چي د بزګرو ښځو لاسته راوړنې دي، ځانګړې شوي."

ښاغلی راشد وايي چې په دغه نندارتون کې به افغان کرنیزو محصولاتو ته بازار موندنه وشي او ورسره به د بزګرانو او سوداګرو ترمنځ اړیکې هم پیاوړې شي.