د پکتیا چارواکي: بې‌پیلوټه الوتکې ۳۵ وسله‌وال طالبان وژلي

د پکتیا چارواکي وايي، په دې ولایت کې د بې‌پیلوټه الوتکې په بریدونو کې ۳۵ وسله‎وال طالبان وژل شوي دي.

د اسوشیټېډ پرس خبري اژانس د پکتیا د والي د ویاند عبدالله حسرت له خولې ویلي، د بې‌پیلوټه الوتکو په دې بریدونو کې چې ډیورند کرښې ته نږدې د انځرګي کنډو پر څلورو ځایونو شوي، ۱۵ تنه نور وسله‎وال ټپیان شوي هم دي.

حسرت ویلي چې په وژل شویو کې د ابوبکر افریدي په نوم طالب قوماندان او د دې ډلې څو نور مشران هم شامل دي.

د پکتیا د خلکو استازي مجیب‌الرحمن څمکني ویلي، د سې شنبې د ورځې برید په داسې مهال شوی چې طالب وسله‎وال په سیمه کې د وړمې ورځې د برید د مړو په ټولولو بوخت وو.

د نوموړي په وینا په دې سیمه کې د دوشنبې په ورځ په یوه هوايي حمله کې ۲۰ وسله‎وال وژل شوي وو.

تر دې مخکې پاکستاني استخباراتي چارواکو ویلي وو چې د بې‌پیلوټه الوتکو په برید کې د کرښې هاغاړه د پاکستان په قلمرو کې د وسله‎والو یو مرکز په نښه شوی و، خو وروسته بیا نورو پاکستاني چارواکو رد کړه چې ګوندې دا ډول کوم برید دې شوی وي.