۲۰۳ تندر قول: افغان ځواکونه له دفاعي حالته تعرضي حالت ته داخل شوي

د ۲۰۳ تندر قول اردو چارواکي وايي چې د افغانستان په سویل ختیځو سیمو کې د دولت وسله والو مخالفینو له افغان امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی، نو ځکه یې چاودنو او انتحاري بریدونو ته مخه کړې ده.

دوی زیاتوي، افغان امنیتي ځواکونه له دفاعي حالته تعرضي حالت ته داخل شوي او نه پرېږدي چې وسله وال په سویل ختیځو سیمو کې ځانونو ته خوندي پټن ځایونه جوړ کړي.

یادې څرګندونې نن د سې شنبې په ورځ د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان تورن جنرال شعورګل په خوست کې د ملي اردو د لوا له منسوبینو او سرتېرو سره د لیدنې پر مهال وکړې.

د تندر قول اردو قوماندان سره په دې سفر کې د پولیسو د ۳۰۳ سپین غر زون قوماندان پاسوال اسدالله شیرزاد او د سویل ختیځ زون د امنیتي ارګانونو نور پوځي چارواکي هم ملګري وو.

شعور ګل پشتون ګډونوالو ته په خبرو کې وویل، د افغان سرتېرو له خوا په دې وروستیو کې د پکتیا په جاني خېلو، زرمت او څمکنیو کې د مخالفو وسله والو د تحرکاتو ځپل او همدارنګه د خوست د موسی خېلو د سقوط مخنیوي په ډاګه کړه چې دوی کولای شي، خپلې سیمې وساتي.

د سویل ختیځ زون امنیتي چارواکو داسې مهال په خوست کې د افغان ځواکونو پر پیاوړتیا خبرې کولې چې وسله والو په پکتیا کې پر امنیه قوماندانۍ انتحاري بریدونه وکړل چې د نورو تلفاتو تر څنګ د پکتیا امنیه قوماندان مل پاسوال توریالی عبدیاني هم په کې ووژل شو.