مشرانو جرګه د عمان غونډې په اړه د بهرنیو چارو وزیر ورغواړي

د افغانستان مشرانو جرګه له طالبانو سره د روسیې د همکارۍ او په عمان کې د څلور اړخیزې غونډې څرنګوالي په اړه د بهرنیو چارو وزیر ور غواړي.

د دغې جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار دغه پرېکړه د سې شنبې ورځې غونډه کې وروسته له هغې وکړه چې یوشمېر سناتورانو له طالبانو سره د روسبې د همکارۍ او له بندو دروازو شاته د عمان د غونډې پر جوړېدو اندېښنه څرګنده کړه.

تېره ورځ د عمان په پلازمینې مسقط کې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا ترمنځ څلور اړخیزه غونډه جوړه شوه، خو د غونډې د پرېکړو په اړه له مطبوعاتو سره څه شریک نه شول.

همدا شان څو ورځې وړاندې لندن چاپ ټایمز ورځپانې د وسله والو طالبانو د یوه مالي مسؤل له قوله چې نوم یې نه دی لیکل شوی لیکلي چې روسیه له تېرو اتلسو میاشتو راهیسې له وسله والو طالبانو سره د تېلو له درکه هره میاشت ۲،۵ میلیونه ډالره مرسته کوي.

د بهرنیو چارو وزارت دغه راپورونه رد کړل.