فیصل: هېوادونه دې د ترهګرو ډلو پر ځای له دولتونو سره اړیکې ټینګې کړي

افغان حکومت له طالبانو سره د روسیې د مرستو د راپور په غبرګون کې ویلي چې هېوادونه باید له دولتونو سره اړیکې ټینګې کړي، نه له ترهګرو ډلو سره.

د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل له ترورېستي ډلو سره د هېوادونو اړیکې اومرسته کول د هیچا په ګټه نه دي.

ښاغلي فیصل زیاته کړه:

"موږ د سیمې او نړۍ په کچه له شریکانو او دوستانو هېوادونو تل غوښتي، هر ډول اړیکه چې غواړي وساتي، هغه باید د افغانستان له حکومت سره وي، ځکه ترورېستي ډلې د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کوي."

څو ورځې وړاندې لندن چاپ ټایمز ورځپانې د وسله والو طالبانو د مالي مسؤل له قوله لیکلي چې روسیه له تېرو ۱۸ میاشتو راهیسې له وسله والو طالبانو سره د تېلو له درکه هره میاشت ۲،۵ میلیونه ډالره مرسته کوي.

خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دغه راپور رد کړی دی.