چارواکي: د غزني د اندړو ولسوالۍ له سقوطه ژغورل شوې

د غزني سیمه ییز چارواکې وايي چې تېره شپه يې د وسله والو طالبانو هغه لويه حمله په شاتمبولې چې غوښتل يې د دغه ولایت اندړو ولسوالۍ ته سقوط ورکړي.

له سیمي راپورونه ښيي چې تېره شپه شااوخوا یوه بجه وسله والو طالبانو د دغه ولایت د اندړو ولسوالۍ په مرکز کې له چاودېدونکو توکو د ډک هاموی ټانګ په چاودنې سره د حملې پیل وکړ او له چاودنې ورسته وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه کړي چې د ولسوالۍ او د دغې ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ تاسیسات يې هم له منځه وړي دي.

د دغه ولایت د پولیسو مشر مل پاسوال محمد زمان د سې شنبي په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو په دغې حملې سره سم سیمې ته له مرکزه کومکي سرتېري رسېدلي او وسله طالبان يې له یادې سیمې په شاتمبولي دي.

نوموړی وايي چې د وسله والو طالبانو دغه حمله ډېره شديده وه چې پرمهال یې ۱۵ تنه افغان سرتېري وژل شوي او ۱۲ تنه نورټپیا دي او په خبره یې چې په یاده حمله کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګه ژوبله اوښتې، خو وايي، د کره شمېر په اړه يې معلومات نه لري.

ښاغلي محمد زمان دغه راز وویل چې د یاد موټربم د چاودنې په سیمه کې ۵ تنه ملکي کسان هم د ښځو او ماشومانو په ګډون، ټپيان شوي دي.

نوموړی وايي چې په سیمه کې اوس جګړه نشته او وضعيت کنټرول دی.

اخوا بیا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استولي پيغام کې ادعا کړې چې په دغه حمله کې ګڼ شمېر افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او یو شمېر پوستې یې هم سقوط کړې دي.

پخواني معلومات:

دغزني د ولایتي شورا یوشمېر غړي وايي چې په اندړو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په چاودنه او وسله والو نښته کې ۳۱ پولیس وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.

د دغې شورا غړي امان الله کامراني ازادي راډیو ته وویل وسله والو طالبانو تېره شپه یوه بجه د اندړو ولسوالۍ په مرکز باندې د هاموې ټانک بم حمله کړې چې له امله یې ۱۴ پولیس وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.

ښاغلي کامران زیاتوي چې له چاودنې وروسته هم مهال وسله والو طالبانو د دغې ولسوالۍ په امنیتي پوستو حملې کړې چې ۱۷ پولیس په کې وژل شوي دي.

د غزني د والي ویاند چاودنه او وورسته ډلیزې حمل تاییده وي، خو په اړه یې زیات جزیات نه ورکوي.

تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.