عبدالله له امریکا د افغان ځانګړو ځواکونو د ظرفیت لوړولو غوښتنه کړې

د افغان حکومت اجرائيه رئیس د امریکا له متحدو ایالاتو غوښتنه کړې چې د افغان ځانګړو ځواکونو «سپېشل فورس» د عملیاتي ظرفیت په لوړولو کې مرسته وکړي.

د اجرائیه ریاست خبرپانه وايي چې عبدالله عبدالله پرون دوشنبه د امریکا د پوځ د ځانګړو عملیاتو له قوماندان، جنرال رېموند توماس سره په کابل کې خبرې وکړې.

خبرپاڼه زیاتوي چې عبدالله عبدالله د ترورېزم پرضد په عملیاتو کې د ځانګړو ځواکونو ونډه اغېزمنه او مهمه بللې ده.

هغوی د افغانستان او امریکا د پوځونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا غږېدلي دي.

اجرائیه رئیس د افغانستان لپاره د امریکا د حکومت نوې ستراتيژي ستاېلې ده.