احمدزی: د عمان غونډه د مخالفینو پر روزونکو هېوادونو د فشار وسیله ده

د ولسي جرګې اداري پلاوی د افغانستان د سولې په اړه د خبرو لپاره د عمان غونډه نیک اقدام او د هغو هېوادونو په وړاندې چې د وسله والو مخالفینو ملاتړ کوي، د فشارښه وسیله بولي.

د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازي نن دوشنبه د عمان په پلازمېنه مسقط کې د افغانستان د سولې په اړه خبرې کوي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزي نن ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان د سولې په اړه هره غونډه مهمه ده.

ښاغلی احمدزی وایي:

"په دې غونډه کې زموږ دوه ستراتیژیک دوستان، امریکا او چین چې سولې ته لیوال دي، هم ګډون کوي، نو زه دا پر هغو هېوادونو چې مخالفین روزي، د فشاریوه ښه وسیله ګڼم."

ښاغلي احمدزي دا غونډه د پاکستان لپاره طلایي چانس وباله او تینګار یې وکړ چې د دې هېواد حکومت باید له دې فرصت څخه اغېزمنه استفاده او صادقانه عمل وکړي.