کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په عمان کې د افغانستان د سولې په اړه د څلور اړخېزې نننۍ غونډې په اړه یو شمېر مطالب لیکلي دي.
ملي ارمان:
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپله سره مقاله کې لیکلي، د عمان په ناسته کې د څلورو هېوادونو، امریکا، چین، افغانستان او پاکستان استازي ګډون او د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړي.
ورځپاڼه لیکي:
په دغه ناسته کې باید پاکستان ته وویل شي چې د کوټې شورا، د پېښور شورا او حقاني شبکه د دوی لهخوا لوبول کېږي، اسلاماباد په افغانستان کې د ټولو ورانکارو اعمالو طرحه کوونکی دی او افغانان اوس په دې ښه پوهېدلي دي.
د سرمقاله لیکونکي په باور، پاکستان د دې پر ځای چې واک ته د طالبانو د رسېدو خوبونو وویني پکار ده چې یوه معقوله لار وړاندیز کړي چې د سرمقاله لیکونکي په خبره هغه د سولې خبرو ته د طالبانو کښینول او اوربند دی.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي، دا څلور اړخېزه غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې تر دې مخکې غونډو کومه نتیحه نهده ورکړي.
په سرمقاله کې راغلي، پاکستان په تېرو څلور اړخېزو غونډو کې په خپلو ټولو ژمنو پښې اېښې دي.
ځکه د سر مقاله لیکونکي په باور، د پاکستان مرکچیان واک او اختیار نهلري او هره پرېکړه د هغه هېواد د پوځ او څارګرې ادارې لهخوا کېږي.
سرخط:
سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، ژمی راغی او د سولې بازار تود شو.
په سرمقاله کې راغلي، پاکستان هر کال د ژمي په رارسېدو سره، افغان چارواکو سره لیده کاته کوي وايي چې د سولې لپاره باید څو اړخېزې غونډې جوړې شي.
سرمقاله لیکونکی لیکي:
ازمویلی باید ونه ازمویل شي، افغان دولت په وار-وار د داشان سیاسي لوبو دوکه خوړلې، اوس ورته لازمه ده چې د ژمي له سړو نه په استفادې سره له طالبانو نیول شوې ټولې سیمې بېرته خپلې کړي.
په سرمقاله کې راغلي، په عمان کې څلور اړخېزه ناسته د سولې لپاره لارې جوړولو ته ښه ده، خو د افغانستان اقدام به د پاکستان د غولونکو سیاستونو په وړاندې لا ښه اقدام وي.