د مشرانو جرګې رئيس وايي، پاکستان غواړي چې د کاناډايي- امریکايي کورنۍ له قضیې څخه په ګټې اخېستنې د ځان په وړاندې د نړیوالو ذهنیت بدل کړي.
فضل هادي مسلمیار نن د دې جرګې د يکشنبې ورځې په عمومي غونډه وویل:
"دغه کاناډايي،ماشومان،ښځه او خاوند له پخوا څخه په پاکستان کې ول، نو پاکستان وغوښتل چې دغه کورنۍ او زموږ خاوره د ځان وسيله کړي، ځکه اوس د پاکستان په وړاندې غربي نړۍ په ځانګړې توګه امریکا بل نظر لري نو پاکستان وغوښتل په دې وسیله دا فصل بدل کړي."
د چهارشنبې په ورځ چې کله چې دغه کاناډايي خاوند او امريکايي مېرمن يې له درېيو ماشومانو سره د برمته کوونکو له منګولو خلاصه شوه، د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پاکستان وستایه.
خو ټينګار يې وکړ چې اسلام اباد باید په سیمه کې د امنیت د ټینګښت لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.
دغه جوړه چې ويل کېږي په افغانستان کې د حقاني شبکې له خوا تښتول شوې وه، په کورمه اجنسۍ کې وژغورل شوه.