په هلمند کې عملیاتو ۲۵ وسله‌وال طالبان وژلي

د هلمند مطبوعاتي دفتر وايي، په دې ولايت کې په ځمکنيو او هوايي عملياتو کې ٢٥ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ١١ نور ټپي شوي دي.

دغه دفتر په يوه اعلاميه کې ويلي، دغه وسله‌وال په مرکز لښکرګاه، نادعلي او کجکي ولسواليو کې وژل شوي دي.

بل‌خوا د ٢١٥ ميوند قول اردو درستيزوال ډګروال اصحاب‌الدين روشن نن ازادي راډيو ته وويل په نادعلي ولسوالۍ کې پيل شوي عمليات په شدت روان دي.

خو د وسله‌والو طالبانو يوه وياند د لښکرګاه په درېيمه حوزه او ناوې ولسوالۍ کې د څلورو سرتېرو د وژلو ادعا کړې ده.