غزني کې پر کروندګرو د غنمو د اصلاح شوي تخم د ویش لړۍ پیل شوې

د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، هڅه کوي د دغه ولایت د کروندګر اقتصاد په پښو ودروي، څو دوی د کوکنارو له کرکیلې لاس واخلي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري په همدې اړه د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې۲۳۰ ټنه د غنمو اصلاح شوی تخم د دغه ولایت په مرکز او ولسوالېو کې پر مستحقو کروندګرو ویشل کېږي.

نوموړی وايي، د غنمو د دغه اصلاح شوي تخم مرسته چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا شوې، د هر۵۰ کیلو تخم په سر له ګرونګرو ۷۲۶ افغانۍ هم اخلي، څو یاد کرونګر یې په اهمیت پوه شي.

ښاغلي نوري دغه راز وویل چې اصلاح شویو تخمونو په تېرو کلونو کې ښه پایله ورکړې او اوس دغنمو له پلوه پر ځان بسیا دي.

ښاغلي نوري وویل:

په غزني ولایت کې زرګونه کرونګرو ته چې مخکې یې سروې شوې وه اومستحق وو، تېره ورځ ناوخته پرې د مرستو د ویش لړۍ پیل شوه چې د غزني ولایت د مرکز او ولسوالېو کروندګرو ته به ۲۳۰ ټنه د غنمو اصلاح شوی تخم وویشل شي، څو د دغه ولایت کروندګر یې په خپلو ځمکو کې وکري."

په ورته وخت کې د دغه ولایت کروندګر هم د دولت له دغه اقدام خوښي ښيي، خو غوښتنه کوي چې باید یاد تخمونه په خپل وخت ورکړای شي.