په رسنیزو فعالیتونو کې د لوګر د خبریالانو ستونزې کومې دي؟

د لوګر ولایت یو شمېر خبریالان او د بېلابېلو رسنیزو بنسټونو استازي وايي چې د امنیتي ګواښونو، توپيریز چلند او معلوماتو ته د نه‌لاسرسي په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

دوی وايي، کله چې دوی ځايي چارواکو سره د راپورونو د چمتو کولو لپاره سفرونه کوي، د ځای او سیمې په اړه مخکې له مخکې معلومات نه‌ورکول کېږي او د راپور سیمې ته د ملکي موټرو پر ځای د پولیسو په رنجرو کې لېږدول کېږي.

دوی زیاتوي، ډېری حکومتي ادارې معلوماتو ته د لاسرسي د نوي توشیح شوي قانون څخه خبر نه‌دي، هغوی رسنیو نه د خپلو لاسته راوړنو انعکاس غواړي، خو که دوی ته کومه نیوکه او ستونزه متوجې وي، بیا په یوه بله پلمه ځان تېر باسي او معلومات نه‌ورکوي.

په لوګر کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې استازی مطیع‌الله سرور د ازادي راډیو مشال څانګې ته وايي:

"ولایت مقام د خبریالانو سره لازمه همکاري نه‌لري او حتی دوی سره له تبعیضه ډک چلند کېږي، دوی چې کله خبریالان کوم پروګرام ته دعوتوي، لس دقیقې مخکې خبر ورکوي، خبریالانو ته دا نه‌وايي چې چېرته ځي او چېرته سفر لري، کله چې ولایت مقام ته ورشي، یو دم‌يې داسې ځای ته بیايي چې هغه نا امنه وي هغه هم په رنجر کې دا یو لوی خطر دی، څو ورځې مخکې زموږ یو ملګری د وسله‌والو په کمین کې بند پاتې وو."

د لوګر د خبریالانو د اتحادیې مشر نور الله ستانکزی هم د دوی د رسنیز کار پر وړاندې ستونزې یادوي:

"په لوګر کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې ګڼې ستونزې شته، دوی معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې لري او اکثره ادارې په دې اړه له نوي پاس شوي قانون خبر نه‌لري، دوی رسنیو او خبریالانو سره پر وخت معلومات نه‌شریکوي، حال دا چې غیر محرم معلومات باید ورسره شریک شي، د خبریالانو ژوند او امنیت هره لحظه له خطر سره مخامخ ده."

یو بل تن ژورنالېست حکمت‌الله واقد وايي، له ۲۰۱۴ راوروسته په پرله‌پسې توګه د خبریالانو ستونزې ډېرې شوې دي.

واقد زیاتوي:

"له ۲۰۱۴ میلادي کال نه وروسته د هرې ورځې په تېرېدو سره د خبریالانو او سیمه‌ییزو رسنیو ستونزې ډېرې شوې دي، دوی ته امنیتي ګواښونه ډېر شوي، رسنیو په اقتصادي لحاظ ملاتړ کوونکې ادارې له لاسه ورکړي، اوس‌مهال حکومتي ادارې له رسنیو یوازې د خپلو لاسته راوړنو د انعکاس د یوې وسیلې په توګه استفاده کوي، خو که بیا د رسنیو معلومات په کار وي، په ورځو، ورځو ورته لاسرسۍ نه‌کېږي او بل دا چې اوس د پخوا په شان خبریالانو ته په رسنیو کې کار هم جالب نه‌دی، ځکه رسنۍ خپلو کارکوونکو ته حتی ډېر ناچیزه معاش هم نه‌شي ورکولای."

بل‌خوا د لوګر ځايي چارواکي وايي، دوی د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې هڅه کړې څو د رسنیو او خبریالانو لپاره د کار او فعالیت وړ شرایط برابر کړي او حکومتي ادارو ته‌يې هم، په رسمي توګه خبر ورکړی چې له پټو او محرمو مسئلو پرته، خبریالانو او رسنیو ته د معلوماتو په ورکولو کې پلمې او بهانې ونه‌کړي.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح وايي چې خبریالانو ته د معلوماتو د ورکولو لپاره‌يې ټولو حکومتي ادارو ته مکتوبونه لېږلي او دا چې ځیني وختونه خبریالان ولسوالیو او لیرې سیمو ته د پولیسو په موټرو کې ځي لامل‌يې دا دی چې لارې خرابې دي او هلته عادي موټر نه‌شي تللی.

سلیم صالح زیاته کړه، دوی به بیا هم په دې اړه د نورو لارو چارو د موندلو لپاره د ولایت د مقام په اداري غونډه کې بحث وکړي.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس محمد شفیق پوپل وايي چې د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې يې خبریالانو ته د معلوماتو د لاسرسي او نورو مسئلو په برخه کې هڅې کړې دي.

بل‌خوا د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنه وايي، که څه هم د ملي یووالي حکومت معلوماتو ته د لاسرسي قانون توشیح کړی، خو عملي شوی نه‌دی او د خبریالانو ستونزې هم ډېرې شوې دي.

د یادې ټولنې مرستیال حجت‌الله جاوید مجددي وايي:

"سره له دې چې د ملي یووالي حکومت له‌خوا معلوماتو ته د لاسرسي قانون توشیح شوی دی، خو بیا هم د پخوا په شان اوس معلوماتو ته لاسرسی نه‌شته، خاصتاً پخوا د دولتي مسؤلینو له‌خوا دومره ستونزې نه‌وې، ستونزې هم ډېرې شوې دي او په دې حکومت کې معلوماتو ته لاسرسی هم کم شوی دی."

ښاغلی مجددي زیاتوي، څه پېښې چې د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې تر دوی رسېدلي، له افغان حکومت نیولې بیا د خبریالانو تر نړیوال فدراسیون‌يې رسولي او د هغوی د حق غوښتنه‌يې کړې ده.

د ده په خبره چې دوی ته رسېدلې ډېرې رسنیزې قضیې څېړل شوي او د دولت عدلي او قضايي ادارو ته لېږل شوې دي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل