تښتول شوې کاناډايي کورنۍ له خپلو خپلوانو سره یوځای شوه

هغه کاناډايي کورنۍ چې په افغانستان کې تښتول شوې وه، پرون شنبه له خپلو خپلوانو سره یوځای شوه.

اسوشیټېډ پرس وايي، جوشوا بویل، د هغه مېرمن کیتلن کولمن او د هغوی درې بچیان د جمعې په ماښام د ټورنټو ښار ته رسېدلي و او پرون خپلې کورنۍ ته ورسېدل.

د روېټرز خبري اژانس په حواله، جوشوا بویل ویلي چې د پنځه کلنې برمتې پر مهال‌یې پر مېرمن جنسي تېری شوی او یو ماشوم‌یې وژل شوی دی.

جوشوا او کیتلن په ۲۰۱۲ میلادي کال کې په افغانستان کې د حقاني شبکې وسله‌والو تښتولي وو.

هغوی تېره اوونۍ د پاکستان د پوځ د عملیاتو په پایله کې راخوشې شول.

جوشوا بویل د ټورنټو په پيرسن هوايي ډګر کې په لنډو خبرو کې وویل، امید لرو چې د جهالت دا څپه به د حقاني شبکې د پای ټکی وي.

روېټرز خبري اژانس وايي چې د جوشوا، کیتلن او د هغوی د بچیانو روغتیايي معاینې هم پېل شوې دي.