ذکي: په افغانستان کې د بېکارۍ د کچې راټیټولو هڅې پيل شوي

د افغانستان د کار ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وايي، تر راتلونکو دوو میاشتو پورې به د کار موندنې لپاره د یوې هر اړخیزې کړنلارې د جوړولو په هدف یو ملي کنفرانس راوبولي.

د دغه وزارت سرپرست فیض الله ذکي چې د شنبې په ورځ یې له خبریالانو سره د دغه وزارت درې کلنې لاس ته راوړنې شریکولې وویل، اوس مهال د اجرائیه رئیس په مشرۍ د دولت په چوکاټ کې د کار موندنې یوه کمېټه رامنځته شوې ده.

فیض الله ذکي

نوموړي زیاته کړه:

"د دولت په چوکاټ کې ځوانانو ته د کار موندلو کمېټه جوړه شوې، خپله اجرائیه رئیس د دغې کمېټې مسؤلیت په غاړه اخیستی، کار او ټو لینزو چارو زارت له اړوندو وزارتونو سره د دغې کمېټې عملي کار پرمخ وړي."

د ښاغلي ذکي په وینا دا مهال ۱،۹ میلیونه افغانان له بېکاري کړېږي چې عمده لاملونه یې جنګ جګړې، د کار ټیټ ظرفیتونه او د بهرنیو ځواکونو وتل دي.

فیض الله ذکي وايي، د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره په افغانستان کې څلور سوه زره افغانان وزګار او د افغانستان په بازارونو کې ورسره په راکړه ورکړه کې سستوالی راغی چې د کار پر مارکېټ یې ناوړه اغېز کړی.

بل خوا افغان حکومت هڅې پیل کړي، څو عربي هېوادونو ته د افغان کارګرانو لېږل قانوني کړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، تراوسه په دې برخه کې یوازې له قطر سره تړون لاسلیک شوی او همدغه شان په پلان کې ده چې له سعودي عربستان او متحده عربي امارتو سره هم لاسلیک شي.

د افغانستان مشرانو جرګه د کارموندنې لپاره د حکومت هڅې ستايي او ټینګار کوي چې د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لپاره باید پانګوالو ته د پانګونې زمینې برابرې شي.

د دغې جرګې دویم مرستیال اصف صدیقي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

اصف صدیقي

"که چېرې دوی غواړي په هېواد کې د بېکارۍ کچه راټیټه کړي یوازنۍ حل لاره یې نړیوالو او ملي سوداګرو ته د پانګونې د زمینې برابرول دي، کله چې پانګونه وشي، نو کار او کاري ورځې رامنځته کېږي."

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د حکومت مشرتابه په ځانګړي ډول ولسمشر او اجرائیه رئیس په دې هڅه کې دي چې په هېواد کې د بېکارۍ کچه راټیټه کړي.

د دغه وزارت سرپرست زیاتوي حکومت د ولسي تړون او دغه شان د کرنې په برخه کې د کار موندنې بېلابېل پروګرامونه ترلاسه لاندې لري او دغه شان کورني او بهرني پانګوال هم هڅوي چې په دغه هېواد کې پانګونه وکړي.

راپور: رحمت الله افغان