خروټی: په ارزګان ولایت کې بهرني سرتېري ځای پر ځای کېږي

د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د امریکا د نوې ستراتیژۍ سره سم به بهرني ځواکونه په ارزګان ولایت کې یوه دایمي اډه جوړه کړي.

د دغه ولایت والي محمد نذیر خروټي نن شنبه رسنیو ته وویل چې د دوی په غوښتنه بهرني ځواکونه غواړي په ارزګان ولایت کې د امنیت د ټینګښت په موخه خپل یو شمېر سرتېري ځای پرځای کړي چې له افغان ځواکونو سره به د هوايي ملاتړ ترڅنګ په سلا مشورو، روزنه، اکمال او تجهیز کې مرسته وکړي.

نوموړی وايي چې تر اوسه د بهرنیو ځواکونو شمېر معلوم نه دی چې څومره شمېر بهرني سرتېري به دغه ولایت ته راشي، خو وايي چې ډېر ژر به دغلته مېشت شي.

نذیر احمد خروټی

ښاغلي خروټي زیاته کړه:

"ارزګان ته د بهرنیو ځواکونو یوه ډله ځواکونه راځي او ژر به دلته مېشت شي، موږ ورسره ښه همږغي لرو او دلته به زموږ افغان ځواکونو سره په عملیاتو او وسله والو طالبانو په ځپلو کې ډېره مرسته وکړي، د هغوی راتګ دلته ډېر ګټور تمامېږي او موږ خوشبینه یو چې د هغوی په راتګ به دلته ټولې سیمې امن شي."

له دې وړاندې په څو ځلې د ارزګان ولایت سیمه ييزو چارواکو ویلي و چې دلته د امنیت د ټینګښت او وسله والو طالبانو د ځپلو لپاره د بهرنیو ځواکونو شتون ته اړتیا ده.

له دې سره د ملي اردو مسؤلین وايي چې په ارزګان کي همدا اوس د دوی عملیات روان دي او د پام وړ پرمختګ يې کړی دی.

په ارزګان کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان رحمت شا قیمتي وايي چې دوی د وسله والو طالبانو د ځپلو لپاره په مرکز ترینکوټ او چورې ولسوالۍ کې عملیات پیل کړي او ۷ وسله وال طالبان يې وژلي دي.

نوموړی وايي چې عملیات افغان ګډ ځواکونه مخ ته وړي خو که اړتیا شي بهرني ځواکونه هم هوايي ملاتړ کوي.

ښاغلي قیمتي وویل.

"تاسې ته معلومه ده چې زه خپله اوس د چورې په ولسوالۍ کې په عملیاتو بوخت یم او زموږ رئیس ارکان په هم په ترینکوټ کې د نچین په سیمه کې عملیات پیل کړي دي، موږ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې او د هغوی وسایط مو هم له منځه وړي دي."

بلخوا د ولایتي شورا غړي وايي چې د بهرنیو ځواکونو راتګ د دوی په خیر نه دي.

د ولایتي شورا یوه غړي محمد کریم کریمي وویل چې بهرني ځواکونه نه غواړي چې جګړه ختمه شي ځکه نو په وینا يې چې د هغوی راتګ به حالت لا نور ترینګلی کړي.

نوموړی وايي.

"که بهرني ځواکونه وغواړي چې امنیت راولي نو هغوی ته هیڅ ستونزمنه نه ده، خو هغوی نه غواړي چې جګړه ختمه شي، دوی به جګړه لانوره ګرمه کړي، د دوی راتګ زموږ لپاره خیر نه بلکې شر دی".

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ له مخې امریکا غواړي چې د افغان ځواکونو سره د هوايي ملاتړ او تجهیز لپاره افغانستان ته شااوخوا څلور زره سرتېري ولېږي.

راپور:شریف الله شرافت