بالي: له داعشه د رقه ښار د نیولو لپاره وروستۍ جګړه دوام لري

د سوریې د ډیموکراټو ځواکونو په نوم ائتلاف چې امریکا یې ملاتړ کوي یو ویاند ویلي، له داعش ډلې څخه په بشپړه توګه د رقې د ښار د نیول لپاره وروستۍ جګړه روانه ده.

د کردانو په مشرۍ د سوریې د ډیموکراټو ځواکونو ویاند مصطفی بالي نن وویل دا جګړه له ساعتونو څخه تر ورځو پورې وخت نیولی شی.

د سوریې ډیموکراټ ځواکونه د عربو او کردانو ایتلاف دی چې د کردي ملېشې پرې کنټرول لري.

د رقې ښار چې داعش ډلې یو مهال د خپل خلافت د مرکز په توګه کاروه، له لاسه ورکول به دې وسله والې ډلې ته لوی ګوزار وي.

مصطفی بالي ویلي، د داعش وسله وال د رقې ښار په څنډو کې په خواره واره ډول مقاومت کوي.

د رقې د ښار د نیولو لپاره جګړه د جون په میاشت کې پیل شوه چې په کې درنه کوڅه په کوڅه جګړه او د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف درنې بمبارۍ شاملې دي.

ویل کېږي چې د داعش بهرنیو جنګیالیو خپلې کورنۍ له دې ښاره ایستلي خو کې زرګونه ولسي خلک په دې ښار کې د جګړې په منځ کې بند پاتې دي.