د کابل اوسېدونکي: تفریح ځایونه د نشه‌یانو په مرکزونو بدل شوي

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي چې دوی دښار په تفریحي ځایونو، پارکونو او ورزشي میدانونو کې، د نشه یانو له خوا ځورول کېږي.

د نوي ښار «شهرنو» پارک د کابل په زړه کې یوازنی دولتي پارک دی چې پخوا به ورته د ښار له ګوټ ګوټ څخه کورنۍ او ځوانان د تفریح لپاره راتلل، خو اوس د نشه یانو او بې لارو ځوانانو اډه ده.

پارک ته له ننوتلو سره سم د چرسو بوی احساس کېږي او د پارک هرې خوا ته د ونو تر سیوري لاندې یو یا دوه معتادين په نشه کولو بوخت دي، خو څو ګامه ها خوا بيا څو نور ځوانان مطالعه کوي.

۲۳ کلن ځوان محمد وسیم دلته د مطالعې لپاره راغلی، دی وايي چې په پارک کې يې معتادین او نور بې لاري ځوانان ذهن نا ارامه کوي او مطالعې ته يې نه پرېږدي.

نوموړي وویل:

"زه د نوي ښار پارک ته د درس ويلو لپاره راغلې یم، دلته پوډریان هم راځي، چرسیان هم راځي، هر ډول خلک راځي، د چرسو او پوډرو بوی هرې خوا ته احساس کېږي، له دې امله مې ذهن نا ارام دی او مطالعه نه شم کولای."

د پارک په یوه بله څنډه کې ۵۲ کلن عبدالرووف پر څوکۍ ناست دی، دی چې تر ۲۳ کلن مهاجرت وروسته خپل هېواد ته راستون شوی، وايي، د خپلو تېرو یادونو تازه کولو لپاره پارک ته راغلی يم، خو اوس په دې پارک کې هغه پخوانۍ ښکلا، خوشالي او سکون نشته.

دی وایي:

"دا پارک پخوا ډېر ښکلې و، موږ چې ځوانان وو، نو دې پارک ته به راتلو، خو اوس دا پارک ډېر خراب شوی او څوک يې وضعیت ته پام نه کوي، هرې خوا ته د چرسو او سګرټو بوی احساس کېږي چې تر څو به داسې حال وي."

خو دا یوازې د کابل د نوي ښار پارک نه دی چې د نشه یانو او بې لارو ځوانانو لپاره يو خوندي ځای دی، بلکې د وزیر محمد اکبر خان پارک، زرنګار پارک او ده بوري پارکونه هم همداسې ناوړه حالت لري، پر دې سربېره د کابل د قرغې بند چې پخوا د کورنیو لپاره د مېلې او تفرېح خوندي ځای بلل کېده، اوس له ورته برخليک سره مخ دی.

همدا ډول په کابل کې حضوري چمن ورزشي ځای هم د معتادينو د اوسېدو له ځايونو څخه ګڼل کېږي چې ورزشکاران او د لوبو ننداره‎چيان يې له يو شمېر ستونزو سره مخ کړي دي.

په پارک کې له یو شمېر کسانو سره تر خبرو وروسته می وغوښتل چې له ځینو معتادینو سره هم خبری وکړم، خو د ازادی راډیو د مایک له لیدلو سره سم له سیمې څخه لېری ځي.

د پارک په یوه څنډه کې یو معتاد ځوان چې له نورو معتادینو څخه بیل شوی او یوازې په نشو کلو بوخت دی، راته اجازه راکوي چې ورسره خبرې وکړم.

دی چې په ایران کې په نشو اخته شوی، وايي چې د ځای د نشتوالي له وجې دې پارک ته راغلی او ان دا چې نشه يي مواد هم دلته ترلاسه کوي.

دغه ځوان وویل:

"ټاکل شوی ځای نه لرو، نو ځکه دلته راځو، خپل پوډر څکو او بېرته ځو، هلکان یې "پوډر" راوړي، ګرام په دری سوه ورکوي، دلته یې موږ ته جوړوي، موږ یې په ۴۰ افغانۍاخلو."

تر دې مخکې کابل ښاروالۍ د عامې روغتيا وزارت په همکارۍ پلان درلود چې د نوي ښار پارک په ګډون يو شمېر سيمې له سګرټ څکولو يا دوخانياتو د ممنوعه ځايونو په توګه اعلان کړي، خو دا پلان لا تر اوسه نه دی عملي شوی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي بیا وايي چې په کابل کې د معتادینو د درملنې مرکزونه فعال دی او دوی په هره دوره کې د سلګونو معتادينو درملنه کوي.

د دې وزارت د مخدره موادو د غوښتنې کمولو يا کاهش تقاضا رئیس شاه پور یوسف وايي چې دوی په زور د معتادینو راټولو او درملنې حق نه لري.

ښاغلي یوسف وویل:

"موږ په هره دوره کې له دوو سوو څخه تر دوه نیم سوه پورې معتادين راټولوو، خو دا چې یو شمېر یې له یوه ځای څخه بل ځای ته ځي، په موږ پورې اړه نه لري، زموږ د درملنې مرکزونه د ټولو معتادينو لپاره فعال دي، دوی کولای شي ورشي چې درملنه يې وشي."

تر دې مخکې حکومتي چارواکو ویلي وو چې کابل ښار به له معتادینو څخه پاکوي، خو اوس د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد وايي چې د امکاناتو د لږوالي له امله له کابل ښار څخه ټول معتادين نه شي راټولولای.

مجاهد زیاتوي:

"دا د ټولنې یوه ستونزه ده چې باید ويې منو، موږ په هره میاشت کې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ پورې معتادين د کابل له بېلابېلو سیمو څخه راټولوو او د درملنې مرکزونو ته یې وړو، زموږ امکانات همدومره دي، تر څو چې نور امکانات پيدا نه کړو، د معتادينو راټولول ګران کار دی، ځکه که راټول يې کړو، نو چېرې یې وساتو؟"

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د څېړنو له مخې، اوس مهال په هېواد کې څه باندې ۳ ميلیونه خلک په مستقیم او غیر مستقیم ډول په نشو اخته دي چې یو میلیون یې ښځې او نېږدې یو لک یې ماشومان دي.

دا مهال په افغانستان کې د معتادینو د درملنې شااوخوا ۱۸۰ روغتیايي مرکزونه فعالیت کوي.

د عامې روغتیا د وزارت په وينا، د دې مرکزونو په سلو کې ۳۰ يې د ښځو او ماشومانو درملنې ته ځانګړي شوي دي.

راپور: عبادالله حنانزی