د ایډز ناروغي څومره د اندېښنې وړ ده؟

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په دې هېواد کې د "اېچ. ای. وي" یا اېډز نېږدې ۵۰ سلنه ناروغان په نشو روږدي کسان دي.

د دې وزارت د ایډز د کنټرول د برخې سلاکار ډاکټر ثمرالدین ځاځي ازادي راډیو ته وویل، د ټول هېواد په کچه له دوی سره د دغې ناروغۍ ۲۲۹۰ پېښې ثبت شوي چې ۹۶۲ یې د هغو کسانو دي چې تر ناروغۍ مخکې په نشه يي توکو اخته وو او نشه يي مواد يې د سرنج له لارې کارول.

په دې اړه د ازادي راډيو خبریال عبادالله حنانزي له ښاغلي ځاځي سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې په نشو روږدي کسان تر ډېره بريده له کومو ناروغیو سره مخ دي او دا ناروغي څومره د اندېښنې وړ دي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لینک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له ښاغلي ځاځي سره مرکه