دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۶ وسله وال مخالفین وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د تهاجمي او تعرضي عملياتو په نتيجه کې، د دولت ٨٦ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

دغه وزارت نن جمعه په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه شمېر وسله وال په ١١ ولايتونو کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې وژل شوي دي.

دغه وزارت وايي، په وژل شويو کې وسله وال طالبان او د داعش ډلې غړي شامل دي او په دې لړ کې ١٧ نور وسله وال ټپيان شوي دي.

د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تبصره نه ده کړې.