سپینه ماڼۍ: نن جمعه د ایران په اړه د ولسمشر ټرمپ ستراتیژي اعلانېږي

سپینه ماڼۍ وايي، ټاکل شوې چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران په اړه خپله پالیسي نن جمعه اعلان کړي.

په دې پالیسۍ کې به دا مسئله هم شامله وي چې ایا واشنګټن د ایران او شپږو لویو قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال اټمي موافقه تایید کړي، کنه.

امریکايي چارواکو پرون پنجشنبه وویل، ښاغلی ټرمپ به دا پالیسي د کابل په وخت د شپې په ۹ بجو او ۱۵ دقیقو اعلان کړي.

اټکل کېږي چې ولسمشر ټرمپ به دا موافقه تایید نه کړي، ځکه مخکې یې هم ویلي دي چې دا موافقه د امریکا په ګټه نه ده.

له ایران سره د شپږو پیاوړو قدرتونو لکه امریکا، روسیې، فرانسې، برېتانیې، چین او جرمني موافقې د اقتصادي بندیزونو د نرمولو په بدل کې، د ایران پر اټمي پروګرام یو لړ محدودیتونه ولګول.

ولسمشر ټرمپ پر دې موافقې چې د بارک اوباما د ولسمشرۍ په وخت کې لاسلیک شوې ده، په وار وار انتقاد کړی دی.