ځایي چارواکي: هلمند کې د وسله والو د ځپلو په هدف عملیات پیل شوي

د هلمند چارواکي وايي چې د دې ولایت په ناامنه سیمو کې د وسله والو مخالفینو د ځپلو په مقصد، د افغان ګډو ځواکونو له خوا پوځي عملیات پیل شوي دي.

د هلمند د والي مطبوعاتي دفتر په یو بیان کې وايي چې دا عملیات به د نادعلي او مارجې ولسوالیو تر بشپړې تصفیې روان وي او همداراز د ناوې ولسوالۍ د ځینو سیمو ترڅنګ په بشران، چاه انجیر او باباجي سیمو کې ترسره کېږي.

بیان زیاتوي چې تر دې دمه په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې، ګڼ شمېر وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو په بیان کې د تلفاتو دقیق شمېر نه دی ښودل شوی.

بیان یادونه کوي چې په عملیاتو کې د وسله والو مخالفینو څلور موټر له منځه وړل شوي او یوه اندازه وسلې او مهمات یې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.