ملګري ملتونه: تېرو ۹ میاشتو کې هوایي حملو د افغان ملکيانو تلفات زیات کړي

ملګروملتونو په یوه نوي راپور کې ویلي چې که څه هم په تېرو ۹ میاشتو کې په افغانستان کې ملکي تلفات تر یوه حده کم شوي، خو په هوايي حملو کې ملکي تلفات زیات شوي دي.

په کابل کې د ملګروملتونو مرستندوی دفتر یوناما وايي، د روان کال په لومړیو ۹ میاشتو کې په افغانستان کې ټول ۸۰۱۹ ملکي افغانان په جګړو کې مړه او ټپیان شوي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله، په سلو کې شپږ کموالی ښيي، خو راپور زیاتوي چې د هوايي حملو له کبله، ملکي تلفات زیات شوي دي.

د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې، یوناما په خپل راپور کې یادونه کړې چې له جنورۍ تر سپټمبر میاشتې پورې ۴۶۶ ملکي افغانان د افغان او امریکايي ځواکونو په هوايي حملو کې مړه او ټپیان شوي دي.

د یوناما د راپور له مخې، د دې قربانیانو له ۳ دوه برخې ښځې او ماشومان دي.

دا رقم د تېرکال د همدې مودې په پرتله په هوايي حملو کې د ملکي تلفاتو په سلو کې ۵۲ زیاتوالی ښيي.

په افغانستان کې په هوايي حملو کې د ملکي وګړو د تلفاتو راپور په داسې حال کې خپرېږي چې افغان هوايي ځواک د امریکا د هوايي ځواک په مرسته، د افراطي وسله والو ډلو پرضد په پوځي عملیاتو کې هوايي حملې زیاتې کړي دي.

د یوناما په راپور کې یادونه شوې چې د دې قربانیانو په سلو کې ۳۸ د امریکا د پوځ او پاتې د افغان هوايي ځواک په بمباریو کې مړه او ټپیان شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په افغانستان کې د ملکي تلفاتو علت دا دی چې وسله وال مخالفین د خلکو په منځ کې پټېږي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش له ازادي راډیو سره په خبرو کې د یوناما راپور ته اشاره وکړه او ویې ویل:

"متاسفانه دلته ترورېستان دي چې خلک سپر ګرځوي او د هغو له کورونو څخه د مورچل په نوم کار اخلي او متاسفانه د جګړې واقعیت همدا دی چې کله کله ملکي تلفات رامنځ ته کېږي، خو اصلي عامل یې ترورېستان دي چې جګړې ته لمن وهي او له خلکو څخه ناوړه استفاده کوي."

په تېرو ۹ میاشتو کې په افغانستان کې ټول څه باندې درې زره او دوه سوه بمونه او توغندي کارول شوي چې د تېرو دوو کلونو له ټولې اندازې هم زیات دي.

د امریکا د پوځ د مرکزي قرارګاه له خوا د خپرو شویو ارقامو له مخې، د امریکا هوايي ځواک یوازې په تېر سپټمبر کې د طالبانو او داعش ډلو پر مرکزونو ۷۵۱ بمونه او توغندي غورځولي، په داسې حال کې چې دا اندازه په اګست میاشت کې د دې نیمايي وه.

فرانسپرس خبري اژانس د یوناما د راپور په حواله زیاتوي چې په تېرو ۹ میاشتو کې په سلو کې د ۶۰ ملکي تلفاتو پړه، سږکال بیاهم د وسله والو مخالفینو پر غاړه ده.