د پاکستان پوځ وايي په افغانستان کې تښتول بهرنیان یې را خوشې کړل

د پاکستان پوځ نن خبر ورکړ چې یوه امریکايي ښځه کېتلان کولمن او د هغې کاناډايي مېړه جاشوا بویل چې پنځه کاله مخکې، په افغانستان کې تښتول شوي وو، نن خوشي شول.

داسې ګنل کېږي چې هغوی د حقاني شبکې تښتولي وو.

د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې کسانو د خوشي کولو لپاره د امریکا استخباراتو معلومات ورسره شریک کړي دي.

هغوی په افغانستان کې د سفر پرمهال، تښتول شوي وو او په پنځو کلونو کې یې درې ماشومان شوي دي.

امریکايي چارواکو رسنیو ته تائید کړې چې دا کورنۍ نن د پاکستان د پوځ د هڅو په پایله کې خوشې شوې ده.

دا نه ده څرګنده شوې چې هغوی چېرته ساتل کېږي او څه وخت به د شمالي امریکا پر لور حرکت وکړي.