په باميان کې د لومړي ځل لپاره د فلم یو فسټيوال جوړ شو

په باميان کې د لومړي ځل لپاره د فلم یو فسټيوال جوړ شو.

په باميان کې یودېرش ځوانانو د دې ولايت د فلم اکاډمۍ څخه خپلې زده کړې بشپړې کړې او د زده کړو پر مهال يې خپل جوړ کړي فلمونه په دغه فسټيوال کې لیدونکو ته وړاندې کړل.

د باميان د فلم اکاډمۍ مسئول رحمان عالمي په دې اړه ازادي راډيو ته وويل:

"ډېر خوشاله یم او هنري ټولنې او په ځانګړې توګه د افغانستان د سينما ټولنې ته مبارکي وايم چې د باميان د فلم لومړی فستیوال نن پرانیستل شو او هرکلی يې ډېر د خوښي وړ وو، ما فکر نه کاوه چې دومره خلک به د دې فستيوال هرکلی وکړي خو لکه څنګه چې په دې سالون کې لیدل کېږي ډېر خلک ولاړ دي."

په دې فسټيوال کې ۳۶ فلمونه نندارې ته وړاندي شول چې په پای کې داورانو درې غوره فلمونه انتخاب کړل.

په دې فسټيوال کې د عاقله فرهمند فلم لومړی مقام تر لاسه کړ.

دا لومړی ځل دی چې په بامیانو کې دا ډول یو فسټیوال وړاندې کېږي.

د دې فلم نوم پېغله مور وو.

همداسي د دمبوره په نوم د حفيظ الله اختيارزاده فلم دوهم او د اسماني کتاب په نوم د حلیمه کریمي فلم درېيم مقام تر لاسه کړ.

په دې فسټيوال کې لومړی مقام تر لاسه کوونکې عاقله فرهمند په دې اړه داسي وايي:

"زما يوازينۍ هيله دا ده چې په باميان کې سينما پرمختګ وکړي او موږ وکړای شو د فلم له لارې د باميان فرهنګ، کلتور او ستونزې بيان کړو، رسنيز يې کړو او تر ټولو یې ورسوو."

د باميان ځايي چارواکي وايي، هڅې کوي په دغه ولايت کې د سينما برخه پراخه کړي چې وکړای شي نړۍ ته باميان ښه معرفي کړي.