کرزی: له اوسنیو ستونزو نه د وتلو لپاره باید لویه جرګه را وبلل شي

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، له سیاسي او پوځي ستونزو د وتلو یوه اساسي لار د لویې جرګې را بلل دي.

ښاغلي کرزي نن په کابل کې خبري غونډې ته وویل، لویه جرګه د افغانانو یو پخوانی دود دی او باور یې څرګند کړ چې د لويې جرګې پرېکړې د ستونزو له حل سره مرسته کولائ شي.

حامد کرزي وویل:

"لویه جرګه زموږ د هېواد تاریخي دود دی چې ولس یې درناوی کوي، زه دا صلاحیت نه لرم چې لویه جرګه را وبولم خو د دې هېواد د وګړي په توګه، وړاندیز کولائ شم چې لویه جرګه راوبلل شي."

حامد کرزي وویل، په مهمو مسئلو کې له ولسه مشوره اخیستل به مرسته وکړي او په جرګه کې د وسله والو طالبانو د ګډون یادونه یې هم وکړه.