جنجوعه: د طالبانو او افغان حکومت خبرو ته اړتیا شته

د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې تهمینه جنجوعه د شانګهای په سازمان کې د افغانستان د تماس ډلې ته وویل چې د طالبانو او افغان حکومت خبرو ته اړتیا شته.

په دې غونډه کې چې پرون په مسکو کې وشوه او مشري یې د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ایګور مارګولوف کوله، د افغانستان، چین، قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او هند د بهرنیو چارو مرستال وزیرانو برخه اخیستې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې په دې غونډه کې ټینګار وکړ چې په سیمه کې د ترهګرو د مخنیوي لپاره د افغانستان د روغې جوړې خبرې ډېرې مهمې دي.

تمه ده چې مېرمن جنجوعه د دوشنبې په ورځ د افغانستان د سولې په څلور اړخیزې غونډې کې د عمان په مرکز مسقط کې د پاکستان استازیتوب وکړي.

د مسقط په غونډه کې به د افغانستان، چین او د امریکا د متحد ایالتونو استازي هم برخه واخلي.