ټرمپ د اټمي وسلو د زیاتېدو په اړه خپور شوی راپور رد کړ

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر هغه راپور رد کړ چې وایي، ده د ملي امنیت له سلاکارانو غوښتي دي چې د امریکا اټمي وسلې لس برابره زیاتې کړي.

ټرمپ پرون خبریالانو ته وویل، ما کله هم د امریکا د اټمي وسلو د زیاتېدو پر مسئلې خبرې نه‌دي کړي.

زه غواړم چې دا وسلې ډېرې ښې وي.

په سپینه ماڼۍ کې د کاناډا له صدراعظم جسټن تروډو سره ولسمشر ټرمپ د غونډې پر مهال دا خبره هم وکړه چې دی د وسلو زیاتېدل نه‌غواړي، خو غواړي چې مدرنې شي او یو مخ پیاوړې وي.

ولسمشر ټرمپ دا خبرې وروسته تر دې وکړې چې «اېن. بي. سي» ټلوېزیون راپور ورکړ چې ده خپلو جنرالانو او د ملي امنیت سلاکارانو ته په اوړي کې ویلي و چې دی غواړي اټمي وسلې نږدې لس برابره زیاتې کړي.

په راپور کې د درېیو چارواکو په وینا دا خبره خپره شوې ده چې هغوی ویلي دي چې کله ټرمپ دا خبره کوله دوی هم په همهغه کوټه کې وو.