د ولسي جرګې انتخابات به پر ټاکل شوې نېټه تر سره شي؟

د افغانستان پر انتخاباتو د څار ځينې بنسټونه وايي، ډاډمن نه دي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دې پر ټاکل شوې نېټه د ولسي جرګې انتخابات تر سره کړي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید ازادي راډيو ته وویل د انتخاباتو لپاره ډېر زیات کارونه پاتې چې روانو حالاتو او وخت ته په کتو د تر سره کېدو اټکل یې نه شي کېدلی.

د ازادي راډیو خبریال یوسف خان ځدراڼ ښاغلی رشید د یوې مرکې په پیل کې د دغو انتخاباتو په وړاندې د پرتو ستونزو په اړه پوښتلی دی:

Your browser doesn’t support HTML5

له ښاغلي یوسف رشید سره مرکه