هېواد: باید وسله وال طالبان د پاکستان د ګټو جګړه ودروي

د کابل چاپ ننیو ورځپاڼو په بېلابېلو مسئلو لیکنې او مقالې خپرې کړې دي.

مسیر:

مسیر خپلواکې ورځپاڼې "پر ډیورنډ پاکستاني تحرکات، کمپاین او په کابل کې چوپتیا" تر عنوان لاندې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د پاکستان پوځ په یوه تازه ګام کې ګڼ خبریالان ډیورنډ کرښې ته بیولي او هلته يې ورته جوړېدونکی دیوال او غځېدونکی اغزن سیم ښودلی دی.

سرمقاله لیکونکی وړاندې لیکي، پاکستاني چارواکو په دې کار سره هڅه کړې چې له یوه اړخه ډیورنډ رسمي پوله معرفي کړي او له بله خوا نړۍ ته وښيي چې ستونزه پر همدې کرښه ده او دوی د حل کولو لپاره عملي ګامونه اخلي.

په سرمقاله کې راغلي، اوس چې پر دې کرښه په تېزۍ سره د اغزن سیم د لګولو کار جریان لري، د ملي یووالي حکومت مشران په دې اړه نه په کابل کې غږ پورته کوي او نه هم په نړیواله کچه.

د سرمقاله لیکونکي په باور، که افغان حکومت په دې اړه همداسې پڅ دریځ ولري، نو د کرښې دواړو خواوو ته پروت ولس به مجبور شي چې غبرګون وښيي او پاکستاني دیوالونه او تاسیسات ور ړنګ کړي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په یوه جلا مطلب کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو موجودیت یو ضروررت بللی دی.

ورځپاڼې د ناټو د عمومي منشي ینز سټولټنبرګ له قوله ویلي چې له افغانستانه به د بهرنیو ځواکونو د وتلو بیه په دغه هېواد کې له پاتې کېدو څخه زیاته وي.

همدا راز ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټېس هغه خبره هم راخېستې چې د ناټو غړي هېوادونه باید په افغانستان کې د سولې او ثبات له ټينګښت سره مرسته وکړي.

په ورته وخت کې ورځپانې د ځینو افغان کارپوهانو له قوله دا هم کښلي چې افغانستان د بهرنیانو لپاره د شیدو په غوا بدل شوی او دلته يې پراخې ګټې خوندي دي.

ورځپاڼه د کارپوهانو له قوله وايي، که څه هم د ترورېستانو مرکزونه له افغانستان څخه د باندې دي، خو بهرنیانو له پراخو امکاناتو سره سره هېڅ اقدام نه دی کړی او غواړي چې په افغانستان کې خپل اهداف تعقیب کړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا "طالبان يې په جګړه نه شي ګټلای" تر عنوان لاندې په خپله سرمقاله کې دې ډلې ته بلنه ورکړې چې د سولې له پروسې سره یو ځای شي.

سرمقاله وړاندې لیکي، په داسې حال کې چې د افغانستان وسله وال هوايي پوځ ورځ تربلې د تجهیزېدو په حال کې دی او وسله وال مخالفین يې په وړاندې د جګړې توان له لاسه ورکوي، نو طالبان باید د سولې له پروسې سره یو ځای شي او جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

د سرمقالې لیکوال لیکي، اوس پاکستان هم په نړیواله سطحه د ترهګرو د ملاتړي هېواد په توګه پېژندل شوی او تر بل هر وخت تر سخت فشار لاندی دی، نو وسله وال مخالفین به د تېر په څېر ونه شي نازولای.

سرمقاله لیکونکی وړاندیز کوي چې باید وسله وال طالبان د پاکستان د ګټو جګړه ودروي ځکه په دې کې د دوی هم خیر دی او د افغان ملت هم، خو که جګړې ته زور ورکوي، نو له منځه وړل کیږي.