د چاپېریال ساتنې اداره: د اقلیم د بدلون له امله افغانستان ته هم زیان رسېدلی شي

د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره وايي چې د اقلیم له بدلون سره د افغانستان یخچالونه مخ پر اوبه کېدو دي چې دا وضعیت د افغانستان لپاره زیان رسولی شي.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره وايي چې افغانستان د هغو ۱۴ هېوادونو له ډلې دی چې په خبره‌یې د اقلیم د بدلون له کبله زیانمن کېدای شي.

د دغې ادراې په خبره، افغانستان سږ کال د حمل تر ټولو ګرمه میاشت تجربه کړه او موندنې دا ښيي چې په افغانستان کې اقلیم د بدلون په حال کې دی او دې مسئلې چاپېریال ساتنې ته ځیني ګواښونه هم متوجې کړي دي.

د چاپېریال ساتنې ادارې رئیس مصطفی ظاهر د سې شنبې په ورځ د اقلیم د بدلون د اوونۍ په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې د افغانستان یخچالونه مخ په ویلي کېدو دي، خو په کار ده چې د وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره اقدامات وشي.

د چاپېریال ساتنې ادارې رئیس مصطفی ظاهر

ښاغلی ظاهر وایي:

"افغانستان په نړۍ کې ۱۴م هېواد دی چې د اقلیم د بدلون له کبله له ګواښونو سره مخ دی، که تاسو د پامیر او واخان غرونه لیدلي وي، نو دې مسئلې ته به مو پام شوی وي چې یخچالونه‌یې د اوبه کېدو په حال کې دي، یعنې سږ کال افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د حمل ګرمه میاشت تجربه کړه."

د چاپېریال ساتنې اداره وايي چې د اقلیم بدلون د اوبو سرچینو ته د زیان سربېره، زراعت، ځنګلونو، څړ ځایونو او همداراز روغتیا او محصولاتو ته هم احتمالي ګواښونه متوجې کړې دي.

د چاپېریال ساتنې اداره وايي، دا چې د افغانستان ۷۵ سلنه خلک په زراعت مصروف دي، دا اندېښنه شته چې د اقلیم په برخه کې د لا زیات بدلون له کبله به، افغانستان د اوبو او خوراکي توکو او د ټولنیزو فرصتونو له کښمت سره مخ شي.

تر دې وړاندې هم افغان چارواکو ویلي، دا چې افغانستان په وچه کې پروت هېواد دی، نو د اقلیم بدلون د اندېښنې وړ دی.

ولسمشر محمد اشرف غني هم تېر کال په پاریس کې د اقلیم د بدلون په نړیوال کنفراس کې چې د ګل‌خانه‎یي ګازونو د مخنیوي او په دې برخه کې د لا جدي اقدامامو په هدف جوړ شوی و، ویلي وو چې تر بل هر وخت د اقلیم د بدلون د بدو پایلو په اړه اندېښنه لري.

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، افغانستان د هغو ګازونو په تولید کې چې زیان رسوونکي دي، بېخي کمه ونډه لري، خو د نورو هېوادونو په پرتله په دې برخه کې له زیاتو ګواښونو سره مخ دی.

د ښاغلي دانش په خبره، د نساجي کارخانو او د خښتو پخولو د داشونو فعالیت، د ځنګلونو او شنو سیمو له‌منځه وړل، په غیر معیاري توګه د کانونو استخراج او سېلابونه هغه عمده عوامل دي چې د یخچالونو له اوبه کېدو او د هوا له ککړتیا سره مرسته کړې ده.

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش

ښاغلي دانش زیاته کړه:

"په اوس کې څو نکتې مهمې دي چې باید پام ورته وشي، لمړی دا چې خلک باید د اقلیم د بدلون د بدو پایلو په اړه پوه شي او په دې برخه کې پر موقع اغېزمن اقدامات وشي، څو له هغوی ساتنه وکړو، د خلکو عواید او تولیدات زیات شي او درېیم دا چې ځمکه باید په صحرا بدله نه‌شي."

سرور دانش وايي، که چېرې مو د نړیوالې ټولنې هېوادونه د اقلیمي د بدلون ګواښونو ته متوجې نه‌کړل، نو دغه مسئله به پر اقتصادي او انساني ناورین سربېره، افغانستان له اقتصادي زوال سره مخ کړي.

نوموړی له نړیوالې ټولنې غواړي چې له شته تخنیکي ظرفیتونو او تجربو څخه په استفادې په دې برخه کې، له افغانستان سره مرسته وکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس