سناتور هوتک: د سولې لپاره له څلور اړخیزو ناستو دې د فرصت په توګه ګټه پورته شي

د افغانستان د مشرانو جرګې غړي د سولې په اړه د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا تر منځ د څلور اړخيزو ناستو د لړۍ بیا پیل مهم ګڼي او وايي چې افغان حکومت باید له دغه فرصت څخه د سولې په راوستلو کې ښه ګټه پورته کړي.

د مشرانو جرګې د سې شنبې د ورځې په ناسته کې سناتور محمد حسن هوتک وویل، ممکن په دغه ناسته کې طالب استازي هم برخه واخلي.

ښاغلی هوتک زیاتوي:

"د سولې دغه خبرې چې پیلېږي، ممکن د طالبانو استازي هم پکې ګډون وکړي، نو دا د سولې لپاره هم افغان حکومت او طالبانو ته ښه فرصت دی چې په دغو حساسو شرایطو کې ترې سمه استفاده وشي."

د افغانستان د مشرانو جرګې تالار

ټاکل شوې ده چې د افغان سولې په اړه له تېر يوه کاله ځنډېدلې څلور اړخيزه ناسته د روانې میلادي میاشتې په ۱۶مه د عمان په پلازمېنه مسقط کې جوړه شي.

په دغې غونډه کې چې د افغانستان، پاکستان او طالبانو تر منځ جوړېږي، چین او امریکا په‌کې د څارونکو په ډول ونډه لري.

د افغانستان، پاکستان، چین او امریکايي استازو ترمنځ د څلور اړخیزو غونډو وروستۍ ناسته د تېر کال د فبرورۍ په ۲۳مه په کابل کې جوړه شوې وه چې وروسته د دغو ناستو بهیر وځنډېد.

د څلور اړخیزو غونډو دا لړۍ په داسې حال کې بېرته پیلېږي چې په دې وروستیو کې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر په نیویارک کې، د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر خواجه اصف سره په یوه کتنه کې افغانستان ته د پاکستان په زندان کې د یو شمېر بندي پخوانیو طالب چارواکو د سپارلو په مسئله خبرې کړې دي.

په همدې حال کې یو شمېر سناتورانو د سولې له یادې ناستې وړاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اړه هم خبرې وکړې.

د سولې د څلور اړخیزې ناستې په تړاو د سناتورانو له څرګندونو وروسته، د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار وویل چې د سولې له دغې څلور اړخیزې ناستې مخکې باید د پاکستان او افغانستان ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اړه تفکیک وشي.

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار

ښاغلي مسلمیار وویل:

"مخکي تر دې چې سولې ته ځو، لومړی باید د بندیانو تفکیک وشي، که چېرې دلته د پاکستان اتباع د جنایت لپاره راغلي وي، جنګي طالبان وي او هغه د ملا برادر یا نورو طالبانو په وړاندې د تبادلې غوښتنه وي، باید افغان حکومت په دې برخه کې له پوره دقته کار واخلي."

د ځينو راپورونو پر اساس، د طالبانو د تحریک پخوانی مرستیال ملا عبدالغني برادر، د کوټې شورا غړي ملا احمد الله، ملا صمد ثاني او ملا سلیمان اغا چې په ۲۰۱۴ کال کې په کوټه کې د پاکستان له لوري نیول شوي، هغه کسان دي چې افغان حکومت‌يې د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

تر دې وړاندې افغان حکومت د سولې د خبرو اترو د بریالي کېدو لپاره، د پاکستان له زندانونو څخه د افغان طالبانو خوشې کېدل یو ښه بدیل بللی او ولسمشر غني ټينګار کړی چې د افغانستان ثبات په دوو محورونو کې، له پاکستان سره سوله او د افغانانو تر منځ په سوله کې لټوي.

راپور: ناجیه ساپۍ