فارن پالیسي: له قطر څخه د طالبانو ایستل به تېروتنه وي

له قطر څخه د طالبانو ایستل به تېروتنه وي، دا د فارن پالیسي خپرونې د لیکنې سرلیک دی چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ۴ پخوانیو استازو او یوه مرستیال استازي په ګډه لیکلې ده.

په دې لیکنه کې د طالبانو د قطر د دفتر د نه بندېدو په دفاع کې ویل شوي چې د امریکا ولسمشر او د ده د ادارې نور چارواکي مني چې د افغانستان ستراتیژي سیاسي، پوځي او اقتصادي اړخونه لري او نهايي هدف یې دا دی چې د دغه هېواد شخړه بالاخره له سیاسي لارې حل شي.

فارن پالیسي همداراز لیکي، سره له دې چې امریکا افغانستان ته د نورو ځواکونو د لېږلو او له دې هېواده د پوځیانو د ایستلو د نېټې د نه اعلانولو پرېکړه کړې، جګپوړي امریکايي چارواکي تائیدوي چې یوازې جګړه په جبهو کې د بري سبب کېدای نه شي او باید خبرې وشي.

فارن پالیسي وايي چې واشنګټن په سیمه کې خپلې ملي ګټې یوازې د امریکا، افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سیاسي خبرو اترو له لارې ترلاسه کولی شي.

د دې خپرونې په باور باید نه امریکا او نه د افغانستان حکومت دې ته انتظار وکړي چې په جګړې کې برلاسي شي او بیا خبرې پیل کړي.

فارن پالیسي وايي، هماغسي چې امریکا او د افغانستان حکومت سولې ته اړتیا لري طالبان یې هم لري.

ولسمشر ټرمپ د اګست په یوویشتمه یادونه وکړه چې له اغېزمنو پوځي هلوځلو وروسته به یوه ورځ ممکن سیاسي جوړجاړي ته لاره هواره شي، خو د فارن پالیسي په نظر هیڅوک نه پوهېږي چې دا ورځ به کله راورسېږي.

د جګړې د پای ته رسېدو لپاره لومړنۍ اړتیا خبرې دي نو ولې باید دا ژر تر ژره پیل نه کړای شي.

د فارن پالیسي په باور دوهمه خبره دا ده چې که د طالبانو دفتر وتړل شي، له دې ډلې سره د تماس امکانات به محدود او د خبرو په لار کې خنډ رامنځته شي.

خپرونه د طالبانو د قطر د دفتر په دفاع کې د دلیل په توګه یادونه کوي چې دا چاینل موجود دی، پکار ده چې د خبرو لپاره پرانیستی وساتل شي.

واشنګټن پوسټ:

خو واشنګټن پوسټ ورځپاڼه بیا وايي چې د افغانستان ولسمشر او په دغه هېواد کې د قاطع ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان باور لري چې د هوايي ځواک پیاوړتیا به طالبانو ته ماتې ورکړي.

ورځپاڼې په کندهار کې د ولسمشر غني او جنرال نېکلسن د شنبې د ورځې څرګندونو اشاره کړې چې افغان هوايي ځواک ته د دوو بلک هاک امریکايي هليکوپټرو د سپارلو پر مهال یې وکړې.

د واشنګټن پوسټ په یوه بله لیکنه کې راغلي، د امریکا متحد ایالتونه وايي، پاکستان باید د ترورېزم په برخه کې له افغانستان سره کار وکړي، خو دا اسانه نه دی.

ورځپاڼه لیکي، د اکتوبر په لومړۍ نېټه د پاکستان د پوځ لوی درستیز د کابل د سفر په مهال هڅه وکړه چې د دوو هېوادونو ترمنځ دښمني ختمه شي، ده د افغانستان چارواکو ته د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او په وسلو سمبالولو وړاندیزونه وکړل او افغان چارواکو هم ده ته د قدر ورکولو په خاطر پوځي قطعه وړاندې کړه.

واشنګټن پوسټ وايي چې د دغو ډیپلوماټیکو دودونو شاته داسې لږ نښه لیدل کېږي چې کوم تغییر دې راغلی وي.