د سیګار مشر د اداري فساد په وړاندې د افغان حکومت هڅې ستایلي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د لګښت سرڅارونکي، جان سوپکو له اداري فساد سره د افغانستان د حکومت د مبارزې ستاینه وکړه.

سوپکو پرون دوشنبه په کابل کې د افغانستان د ملي وحدت حکومت له اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله سره وکتل او د خپل دفتر د فعالیت په اړه‌يې معلومات ورکړل.

عبدالله عبدالله پرون د افغانستان د حکومت د ویندویانو په غونډه کې وویل چې اداري فساد لا هم د حکومت لپاره ستره ستونزه ده.

عبدالله عبدالله زیاته کړه:

"اداري فساد د افغانستان لپاره ستره ستونزه ده، موږ او تاسو له دې انکار نه‌شو کولائ، دې ستونزې زموږ د هېواد شهرت خراب کړی، زموږ حکومت او دولت ته‌یې زیان رسولی دی."

د حکومت اجرائیه رئیس له جان سوپکو سره په خبرو کې له اداري فساد سره مبارزه ډېره مهمه بللې ده.

جان سوپکو د اداري فساد لپاره د افغانستان د حکومت د هغې ستراتېژۍ د څارنې لپاره کابل ته تللی دی چې تېر کال د بروکسل په کنفرانس کې اعلان شوې وه.